ليکنه: مشتاق رحيم
زمبابوې سره د لومړۍ لوبې د بایللو اساسي لامل خراب ټیم منیجمنټ، چې مشري یې کپتان صیب کوي، وو. دې کې شک نشته چې لوبغاړي سم ونه لوبیدل، خو د هغوي د خرابې لوبې پړه هم په ټیم منیجمنټ چې په سر کې یې کپتان دی راځي. دومره خرابې د منیجمنټ د کچې پریکړې دوه حالته لري:
۱. ټیم منیجمنټ په کرکټ بیخي نه پوهیږي
۲. خراب منیجمنټ یې قصداً وکړو ترڅو خپل شخصي غرضونه ترلاسه کړي
لومړی خو امکان نه لرې ده، دویم امکان لري. اوس راځم د ټیم منیجمنټ له اړخه کومې پریکړې غلطې وې:
۱. هوم ایډوانټیج زمبابوې ته په واک کې ورکول: کوربه لوبډله میدان او پیچ د خپل ځواک په رڼا کې جوړوي. هند دا اوس انګریزانو خلاف سپین ته جوړ داسې ویشتنځایونه کاروي سړی فکر کوي، په پټې کې لوبه روانه ده. زمونږ ټیم منیجمنټ زمبابوې سره په ټاپ ګرین (د انګلستان ویشتنځایونو څخه هم ډیر شین) پچ باندې لوبه وکړه. په داسې حال کې چې زمونږ ټاپ آرډر سوینګ او سیم ښه نه شي لوبولی او ټول لوبغاړي مو په مړو (Dead Pitches) پچونو روزل کیږي. دا کار داسې مهال وشو چې دوه مو ټاپ آرډر ډیبویټانټس (Deputants) یا لومړۍ لوبه کونکي بیټسمینان درلودل. د کرکټ په لوبه پوه خبره دي چې مونږ باید وچ کلک پچ جوړ کړی وای چې لومړۍ دوه ورځې بیخي فلیټ وای.
۲. په ټاپ ګرین پچ، په لومړۍ ورځ چې د لوبې څخه یوه ورځ مخکې اوبو ورکولو له کبله ویشتنځای لوندوالی یا moisture هم لري، ټاس ګټلو نه وروسته لوبه کول نو ځان وژنه وي. خو زمونږ کپتان دې کار ته غاړه کیښوده. ټاپ ګرین او لوندوالی درولودنکي ویشتنځای کې سړی مقابل لوری لوبوي چې د لومړۍ ورځې ګټه لاسته راوړي.
۳. په ټاپ ګرین لوبه کوي، او سیمر یا تیز بالر یو لوبوي، درې سپنران لوبوي. سمه ده چې پچ ټرن درلود خو له هغې ډیر یې سیم درلود. د کرکټ په الفبا خبر هم داسې کار نه کوي، بلکې خلک په مړو پچونو هم دوه تیز بالران لوبوي ولې چې نوی بال هر حالت کې لږ ډیر سوینګ کیږي. زمبابوې درته درې سمیران لوبولي وو.
۴. په ټاپ ګرین، لومړی بیټنګ، دوه ډیبیو کونکي لوبغاړي شا په شا بیټنګ ته ویستل هم ناسمه پریکړه وه. رحمت شاه زمونږ هر مهالی دریم نمبر توپ وهونکی دی، ولې د هغه ځای منیر ته ورکړل شو. دریم نمبر کې باوري، تجربه لرونکی او تر ټولو د پیاوړي تخنیک لوبغاړی راوستل کیږي. خو زمونږ کپتان صیب اوپن او دریم نمبر باندې نوي لوبغاړي ولوبول او اصلي دریم نمبر لوبغاړی یې څلورم ته کړ. څوک چې په کرکټ پوهیږي، هغوي ته معلومه ده چې د بیټنګ نمبر څومره مهمه خبره ده. بل منیر د مډل آرډر لوبغاړی دی او کورنۍ لوبې په مډل آرډر کې کوي او جناب عالي کپتان په ټاپ آرډر کې په سیمنګ پچ نوي بال مخ ته ودرولو.
۵. توره باز خان په دواړه پاڼیو کې په اووم نمبر بیټنګ ته راغی. اووم نمبر د ټیل اینډر یا د بالرانو وي، یا هم د آلراونډرانو. اضغر خان په لوبډله کې د فرنټ لاین توپوهونکي ځای بند کړی خو لوبیږي د ټیل اینډر په نوبت. سم دم یې ځان د نویو لوبغاړو شاته پټولو چې ځه دوي به نوی بال زوړ کړي، بیا به زه په مډویکټ یو څو را تاو کړم او و به ښیم چې له نویو زوړ لا ښه دی! د خدای خوښه بل څه وه!
اوس په بله لوبه کې به ټیم مینیجمنټ څه کوي:
مړ پچ به جوړوي، راشد به هم راشي، کپتان خان به د خپلې خوښې لوبغاړي ولوبوي او هغوي به په بیټنګ پچ رنز وکړي! دا خان به بریت تاووي چې ګوره، دا نوي هلکان لا وخت ته ضرورت لري، نو ډیر نوي نوي هلکان مه راولئ! دا ځای یې نښه چې بل ټیسټ کې به ډیرې منډې کیږي.
یو شمیر ملګري وایي چې ټیسټ کرکټ ډیره تجربه غواړي او مونږ لا نوي یو. بالکل، بنګله دیش شل کاله ټیسټ وکړ خو اوس هم د ویسټ انډیز د دویمې درجې لوبډلې نه بایلي. همداسې زمبابوې دیرش کاله کې څه نه دي کړي. خو دا مه هیروئ چې د زمبابوې ټاپ ټیم سره زمونږ توپیر کم دی، مونږ بنګله دیش چې د زمبابوې د ټاپ ټیم نه هم پیاوړې لوبډله ده ماته کړې ده. د زمبابوې اوسنۍ لوبډله د ټاپ لوبغاړو د نه شتون له کبله ډیره کمزورې ده نو دا منطق چې مونږ تجربه نه لرو، د منلو نه دی. د زمبابوې دا لوبډله په همدې لوبه کې، ښه پلاننګ سره مونږ ماتولی شوه.
او یو شمیر نویو لوبغاړو ته په غوسه دي. همدا لوبیدلي زمونږ د کورني کرکټ ټاپ لوبغاړي دي. نور به هم وي، خو دا هم ښه ځلیدلي. وخت ورکول په کار دي. مالک په دغه لوبه کې د خدای په مرسته، په خپل محنت او د بورډ جرات مندانه پریکړو له کبله لوبیدلی که نه دې خلکو والله که په الف لوبډله کې هم پرې ایښی وای.
بله، اضغر وايي چې د ویزو د نه شتون له کبله مو کافي پریکټس نه وو کړی. کابل کې به دې کړی وو کنه، که پریکټس له دوبۍ پرته بل ځای کې نه کیږي؟ ته خو دبۍ ته وخته رسیدلی وې، تا به لوبه کړې وای که نه.
وروستۍ، د زمبابوی روان سیریز د بورډ د رهبرۍ چې رحمت الله قریشي او ریس احمدزی یې سر کې دي د اهلیت، کرکټ ته د صداقت او د جرات امتحان دی. دوي هم پوهیږي چې ننۍ لوبه کې څه پیښ شو، او که په اړه یې اقدام ونه کړي، نو بیا دې کله هم نه وايي چې دوي کرکټ او کرکټ بورډ ته صادقه دي.